IQNA

په هند کې د «امام حسین (ع)» د وینې د غونډولو  بسپنې کمپاین ترسره شو

14:50 - January 25, 2026
د خبر لمبر: 3492357
ایکنا - د امام حسین (ع) په نامې سره د وینې د بسپنې (بلډ ډونیشن)کمپاین د هند په بمبئي ښار کې ترسره شو.

 ایکنانیوز د ټایمز آف انډیا په حواله راپور راکړ، د امام حسین (ع) په نوم د وینې د بسپنې (بلډ بانک) د جوړولو یا غونډولو کمپاین د هند په بمبئي ښار کې ترسره شو.

دا کمپاین د امام حسین (ع) د نېکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت، د بمبئي د «خواجه دونګري» جامع جومات مخې ته جوړ شوی و.

دا نوښت د سیمې د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، له پراخ او تود ګډون سره مخ شو، چې دا د پیاوړی ټولنیز مسئولیت او بشردوستانه خدمت روحیه ښيي

دا کمپاین د دې لپاره تنظیم شوی و چې د امام حسین (ع) د فداکارۍ، عدالت او بشري خدمت پیغام خپور کړي.  پخپله خوښه وینې ورکونکو   په لوی شمېر  سره د وینې د ورکولو لپاره قطارونه جوړ کړي  وو.

دوی په خپل شتون  سره وښودله چې د کربلا پیغام یوازې تر یادونې محدود نه دی، بلکې د انسانانو د ژوند د ژغورلو لپاره عملي اقدام ته هم لار هواروي.

https://iqna.ir/fa/news/4329972

captcha